د ازادۍ ویره
- څښتن زما رڼا زما نجات دینو بیا چا نه وېره وکړم؟دی څښتن زما د ژوند ښه پناه ځایوېره نه کړم زه د چا نه  د سختیو په وختونو کې به ماته پناه راکړيما به وساتي په امن په خپل کور کېما به وساتي خوندي په سر د لوړ ګټ
زبور 27: 1, 5 - 
ما دعا وکړه څښتن ته او هغه کړله قبولهزه یې کړم خلاص د ټولو وېرو ځینې 
زبور 34: 4 - 
 خو هرڅوک چې زما واوري هغه به په امن کې ژوند کوياو له زیان څخه به وېره ونه لري.» 
متلونه 1: 33 - 
 څوک چې بېحوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، ”تکړه شئ او مۀ يرېږئ. خُدائ پاک راروان دے چې تاسو بچ کړى، او ستاسو دشمنانو له سزا ورکړى.“
أيشعياه 35: 4 - 
 يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
أيشعياه 41: 10 - 
ځکه چې تاسو هغه روح نه دی تر لاسه کړی چې غلامان مو کړي او ستاسو د وېرې سبب شي، بلکې هغه روح مو تر لاسه کړ چې تاسو د خدای دپاره لکه د خپلو اولادونو په شان اوسئ او د هغه په وسیله مونږ نارې وهو: «ابا، یعنې ای زما پلار جانه.»
د روميانو 8: 15 - 
ځکه کوم روح چې خدای مونږ ته راکړی دی هغه د وېرې او شرم روح نه دی بلکې د قدرت، مینې او په ځان باندې د واک لرلو روح دی. 
تيموتيوس دويم 1: 7 - 
خدای سرپناه دی زمونږ، قوت دی زمونږد سختۍ وخت کې زمونږ مرستې ته حاضر دی همېش مونږ به ونه وېرېږو، که ځمکه ولړزیږيغرونه راپرېوزي د بحرونو تل ته که دریابونه وغړمبیږي، توفاني هم شياو له دې زوره غرونه ولړزیږي 
زبور 46: 1-3 - 
کله چې ووېرېږمنو زه به تا باندې توکل وکړمه  کوم ستاینه زه د خدای د وعدوزه توکل کړم په هغه او نه وېرېږمه زهفاني انسان څه شي کولای په ما؟ 
زبور 56: 3, 4 - 
د شپې به نه وېرېږئ تاسې له هېڅ خطرهیا د هغه غشي چې ویشتل کیږي به د ورځې له خوا  یا هغې وبا نه چې خپریږي به تیاره کېنه هغې بلا نه چې وژل کوي غرمه کې
زبور 91: 5, 6 - 
 کله چې ته ویده کېږې نو نه به وېرېږېاو د څملاستو په وخت کې به په خواږه خوب ویده کېږې. 
متلونه 3: 24 - 
 د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.“
يرمياه 1: 8 - 
 په مینه کې وېره نشته، کامله مینه وېره لېرې کوي. څوک چې وېریږي نو هغه وېره د سزا په خاطر ده او په هغه کې مینه کامله شوې نه ده. 
جان ۱ 4: 18 - 
 په خپل ژوند کې د پیسو سره د مینې کولو نه ځان لېرې وساتئ او څه چې لرئ په هغو باندې قناعت وکړئ، ځکه چې خدای ویلي دي: «زه به هېڅکله تاسو یوازې پرېنږدم او هېڅکله به مو نه هېروم.»  نو مونږ په ډاډه زړه ویلی شو:«څښتن زما مرستندوی دی، زه به نه وېرېږم.انسان زما سره څه کولای شي؟»
العبرانيين 13: 5, 6 - 
 زه تاسو ته سوله درکوم داسې سوله چې یوازې زه یې ورکولای شم. دا د هغې سولې په شان نه ده چې نړۍ یې ورکولای شي. نو څه چې به پېښیږي د هغې په هکله مه ناارامه کېږئ او مه وېرېږئ. 
جان 14: 27 - 
 څرنګه چې د خدای اولادونه انسانان دي او د غوښې او وینې څخه جوړ شوي دي، نو عیسی هم د هغوی په شان انسان شو، ترڅو د خپل مرګ په وسیله هغه څوک له منځه یوسي چې په مرګ باندې یې واک درلود، یعنې شیطان او هغه خلک ازاد کړي چې د مرګ له وېرې یې خپل ټول ژوند په غلامۍ کې تېراوه.
العبرانيين 2: 14, 15