کلیم
- په ازل کې کلام ؤ. کلام د خدای سره ؤ او کلام په خپله خدای ؤ،  کلام جسم شو او زمونږ په منځ کې اوسېده. مونږ د هغه لویې ولیدله، داسې لویي چې هغه د پلار د یوازېني زوی په توګه تر لاسه کړه او هغه د فضل او رښتینولۍ څخه ډک ؤ.
جان 1: 1, 14 - 
 خو عیسی په ځواب کې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: ‹انسان یوازې په ډوډۍ نه، بلکې په هرې یوې خبرې باندې ژوندی دی چې د خدای د خولې څخه راوځي.›»
متى 4: 4 - 
 ما دی ساتلی ستا کلام خپل زړه کېترڅو ستا په مقابل کې زه ګناه ونه کړم 
زبور 119: 11 - 
 تاسو لا د مخکې نه په هغه تعلیم باندې چې درکړی مې دی، پاک شوي یئ. 
جان 15: 3 - 
 بیانول ستا د کلامروښانوي د انسانانو ذهناو ورکوي پوهه ساده ګانو ته
زبور 119: 130 - 
 ډېر کوښښ وکړه ترڅو خپل ځان د خدای په نظر کې داسې وښایې چې هغه دې خوښ کړي، لکه د یو مزدور په شان چې په خپل کار نه شرمیږي او په سمه توګه د حقیقت د پیغام تعلیم ورکوي. 
تيموتيوس دويم 2: 15 - 
 ځکه چې د خدای کلام ژوندی او اغېزناک دی او د هرې دوه مخې تورې نه ډېر تېره دی. هغه د انسان روح او نفس، بندونو او د هډوکو مغزو ته ورننوځي او د انسان نیت او د زړه خیالونه ښکاره کوي. 
العبرانيين 4: 12 - 
 دا د خدای روح دی چې انسانانو ته ژوند وربخښي، انساني قوت هېڅ نه شي کولای. ما چې تاسو ته کومې خبرې کړې دي هغه هم روح دی او هم ژوندون. 
جان 6: 63 - 
 ځمکه او اسمان به له منځه لاړ شي، خو زما خبرې به هېڅکله له منځه لاړې نه شي. 
متى 24: 35 - 
 د نویو زېږېدلو ماشومانو په شان د سوچه روحاني شیدو غوښتونکي اوسئ، ترڅو د هغو په څښلو سره په خلاصون کې لوی شئ. 
اول پطروس 2: 2