رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 11

بیا یې ماته د اندازه کولو یو لرګی راکړ او راته ویې ویل: «لاړ شه او د خدای د کور او د قربانۍ د ځای اندازه واخله او عبادت کوونکي وشمېره.
2 خو د خدای د کور باندېنۍ حوېلۍ مه اندازه کوه. هغه پرېږده، ځکه چې هغه بې ایمانه خلکو ته ورکړل شوې ده او هغوی به دا سپېڅلی ښار تر دوه څلوېښتو میاشتو پورې تر پښو لاندې کړي.
3 زه به خپلو دوه شاهدانو ته چې د ویر کالي یې اغوستي دي، واک او اختیار ورکړم او هغوی به د یو زرو دوه سوه شپېتو ورځو په موده کې د خدای پیغام خلکو ته رسوي.»
4 دا دوه شاهدان د زیتون دوه ونې او دوه څراغدانونه دي چې د ځمکې د خاوند په حضور کې ولاړ دي.
5 که څوک وغواړي هغوی ته زیان ورسوي، نو د هغوی د خولې نه به اور راووځي او خپل دښمنان به وسوځوي. په دې ډول هرڅوک چې وغواړي هغوی ته زیان ورسوي، وژل کیږي.
6 هغوی دا واک او اختیار لري چې اسمان بند کړي ترڅو په هغه وخت کې چې هغوی د خدای پیغام خلکو ته رسوي، باران ونه شي. همدارنګه هغوی دا واک او اختیار لري چې اوبه په وینو بدلې کړي او هر وخت چې وغواړي په ځمکه باندې هر ډول بلا راولي.
7 کله چې هغوی خپله شاهدي ورکول سرته ورسوي، نو هغه ځناور چې د بې پایه کندې څخه راوځي، هغه به د هغوی سره جنګ وکړي او هغوی ته به ماتې ورکړي او وبه یې وژني.
8 د هغوی مړي به د هماغه لوی ښار کې چې د هغوی څښتن په کې په صلیب باندې ځړول شوی ؤ، په کوڅو کې پراته وي. دا ښار په روحاني توګه د سدوم او مصر په نوم یادیږي.
9 تر درې نیمو ورځو پورې به د هر قوم، هرې قبیلې، هرې ژبې او هر ملت خلک د هغوی مړو ته ګوري او هېچا ته به اجازه نه ورکول کیږي چې هغوی ښخ کړي.
10 د ځمکې په مخ ټول خلک به هغوی پورې خاندي، خوشحالي به کوي، جشن به نیسي او یو بل ته به سوغاتونه ورکوي، ځکه چې دغو دواړو پیغمبرانو هغوی ډېر په عذاب کړي وو.
11 خو د درې نیمو ورځو نه وروسته خدای په هغوی کې د ژوندون روح واچاوه او هغوی په خپلو پښو ودرېدل او کومو خلکو چې هغوی ولیدل، ډېر ووېرېدل.
12 بیا هغو دوه پیغمبرانو د اسمان نه یو لوړ اواز واورېد چې هغوی ته یې ویل: «دلته پورته راشئ!» او په داسې حال کې چې دښمنانو یې ورته کتل، هغوی په ورېځو کې اسمان ته وختل.
13 په هماغه وخت کې یوه سخته زلزله وشوه او د هغه ښار لسمه برخه راوغورځېدله او اووه زره کسان په دې زلزله کې مړه شول او پاتې کسان ډېر ووېرېدل او د اسمانونو خدای ثنا یې ویله.
14 دوهمه بلا تېره شوه، خو درېمه بلا به زر راشي.
15 بیا اوومې فرښتې خپل سرنی وواهه او په اسمان کې لوړ اوازونه واورېدل شول چې ویل یې:«د نړۍ پاچاهي زمونږ د څښتن خدایاو د هغه د مسیح شوهاو هغه به تل ترتله پاچاهي کوي.»
16 بیا هغه څلورویشت مشران چې د خدای په حضور کې په خپلو تختونو باندې ناست وو، په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل او د خدای عبادت یې وکړ
17 او ویل یې:«ای مطلق قادر څښتنه خدایه!کوو ستا شکر چې ته یې او وېځکه چې تا په لاس کې واخېست خپل لوی قدرتاو تا شروع کړه پاچاهي
18 شول په قهر ولسونه او قومونهځکه وخت رارسېدلی ستا د قهررارسېدلی هغه وخت چې قضاوت وشي د مړو په هکلهاو رارسېدلی هغه وخت چې اجر ورکړل شيستا خدمتګارانو یعنې پیغمبرانو،سپېڅلو او هغو خلکو ته چې وېریږي ستا د نوم نهکه هغه لوی وي یا کوچنيرارسېدلی دی اوس وخت د تباهۍ د هغو خلکوتباه کوله یې چې ځمکه»
19 بیا په اسمان کې د خدای کور پرانیستل شو او د هغه په کور کې د هغه د لوظ صندوق ولیدل شو. برېښنا وځلېدله، د تندر غږ شو، غړمبار شو، زلزله وشوه او سخته ږلۍ وورېدله.