فيليپيان

1 2 3 4


څپرکی 1

دا لیک د پولوس او تیموتاوس له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګاران دي، د فیلیپيې ټولو د خدای خلکو ته چې د عیسی مسیح سره تړاو لري او د هغوی مشرانو او خادمانو ته.
2 زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
3 زه چې هر وخت تاسو یادوم، نو د خدای شکر وباسم.
4 کله چې زه تاسو ټول په خپلو دعاګانو کې یادوم، دا زما د خوشحالۍ سبب کیږي.
5 ځکه چې تاسو د لومړۍ ورځې نه تر اوسه پورې زما سره د زېري په خپرولو کې شریک یئ.
6 زه په دې ډاډه یم چې خدای چې کوم نېک کار په تاسو کې شروع کړی دی، هغه به د عیسی مسیح د بېرته راتګ تر ورځې پورې پوره کړي.
7 زه حق لرم چې ستاسو ټولو په هکله داسې احساس ولرم، ځکه چې تاسو زما په زړه کې ځای لرئ. نو که زه په زندان کې یم، یا د زېري نه په دفاع او تصدیق کې بوخت یم، تاسو زما سره د خدای په فضل کې شریک یئ.
8 ځکه خدای زما شاهد دی چې زه څومره د عیسی مسیح په مینه کې ستاسو ټولو د لیدلو ارمان لرم.
9 همدارنګه دا زما دعا ده چې ستاسو مینه دې د علم او پوره پوهې سره نوره هم زیاته شي،
10 ترڅو تاسو وکولای شئ چې هر څه چې ښه دي غوره کړئ او د مسیح د بېرته راتللو تر ورځې پاک او بې عیبه پاتې شئ.
11 ستاسو ژوند دې د عدالت د مېوو نه ډک شي چې د عیسی مسیح په وسیله د خدای د جلال او ستاینې دپاره تر لاسه کیږي.
12 ای خویندو او ورونو، زه غواړم تاسو په دې خبر شئ چې څه چې زما سره وشول، په حقیقت کې هماغه د زېري د خپرولو سبب شو،
13 نو د امپراتورۍ د ماڼۍ ټول ساتونکي او نور ټول خلک خبر شول چې زه د مسیح په خاطر بندي شوی یم
14 او زما بندي کېدل د دې سبب شوی دی چې ډېر زیات خویندې او ورونه په څښتن کې دومره ډاډمن شي چې نور هم د دې زړه پیدا کړي چې د خدای کلام بې له وېرې بیان کړي.
15 بې له شکه ځینې د مسیح پیغام د بخیلۍ او سیالۍ له مخې او ځینې یې په ښه نیت سره وعظ کوي.
16 هغوی د مینې له مخې داسې کوي، ځکه پوهیږي چې زه د زېري د دفاع په خاطر دلته راوستل شوی یم.
17 خو هغه نور د اخلاص له مخې د مسیح په هکله وعظ نه کوي، بلکې د ځان خوښونې له مخې یې کوي او فکر کوي چې په زندان کې به زما تکلیف نور هم زیات کړي.
18 څه فرق کوي؟ په هره طریقه چې وي، که هغه د بد نیت له مخې وي یا د سم نیت، مهمه دا ده چې مسیح خلکو ته اعلان شي. په دې کار زه خوشحاله یم. هو، او خوشحاله به یم،
19 ځکه زه پوهېږم چې ستاسې دعاګانې او د عیسی مسیح د روح مرسته به زما د خلاصون سبب شي.
20 ځکه دا زما د زړه غوښتنه او زما هیله ده چې زه به هېڅ ونه شرمېږم، بلکې په پوره زړورتیا سره به اوس لکه د تل په شان مسیح ته په خپل بدن کې لویي ورکړم، که دا زما په ژوند وي او یا زما په مرګ باندې تمام شي.
21 ځکه چې د ژوند نه زما مقصد مسیح دی او مرګ هم زما په ګټه دی.
22 خو که زه ژوندی پاتې شم، نو وبه کولای شم چې کوم ګټور کار وکړم. خو زه نه پوهېږم چې کوم یو غوره کړم.
23 زه په دواړو کې حیران پاتې یم. زه غواړم چې د دې دنیا نه لاړ شم او د مسیح سره واوسم، ځکه چې دا به ډېر ښه وي.
24 خو زما ژوندي پاتې کېدل ستاسو دپاره ډېر ضروري دی.
25 زه په دې ډاډه یم او په دې پوهېږم چې ژوندی به پاتې شم او تاسو ټولو سره به یم چې تاسو په ایمان کې پرمختګ او خوشحالي وکړئ.
26 کله چې زه بېرته تاسو ته درشم، نو ستاسو سره به ښه دلیل وي چې زما له امله په عیسی مسیح کې ډېر زیات فخر وکړئ.
27 په هر حال، داسې ژوند کوئ چې ستاسو چلند د مسیح د زېري له مخې وي، نو که زه راشم او تاسو ووینم او یا رانه شم، زه غواړم ستاسو په هکله واورم چې په یو روح او یو مقصد کې ټینګ ولاړ یئ او یو د بله سره څنګ تر څنګ په زېري باندې د ایمان دپاره هلې ځلې کوئ.
28 په هېڅ ډول د خپلو مخالفینو نه مه وېرېږئ، دا به ثابته شي چې هغوی د تباهۍ خواته روان دي او تاسو به خلاصون ومومئ او دا هرڅه د خدای له طرفه دي.
29 ځکه چې دا امتیاز تاسو ته درکړل شوی دی چې نه یوازې دا چې په عیسی مسیح باندې ایمان راوړئ، بلکې د هغه په خاطر کړاوونه وزغمئ.
30 تاسو هم په هغې مبارزه کې بوخت یئ چې زه په کې بوخت وم او تاسو خپله ولیدل او خبر یې چې زه لا تر اوسه هم په کې بوخت یم.