ميکاه

1 2 3 4 5 6 7


څپرکی 7

زۀ څومره بدبخته يم، زۀ د هغه مېوه راټولونکى په شان يم چې د فصل د راټولولو نه وروستو د خوړلو دپاره هيڅ څيز پېدا نۀ کړى. نۀ د انګورو يوه غنچه د انګورو په باغ کښې او نۀ د اينځر يو تازه دانه چې خپله لوږه ورباندې ماته کړى.
2 مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى.
3 د هغوئ دواړه لاسونه په غلطو کارونو کښې تکړه دى، حکمرانان تحفې غواړى، قاضيان رشوت قبلوى، زورَور هغه حکم کوى چې څۀ يې خوښ وى. دوئ ټول يو ځائ سازشونه کوى.
4 د هغوئ د ټولو نه ښۀ هم لکه د ازغن بوټى په شان دے، د هغوئ ډېر نېکان د ازغن بوټو د ډېرى نه هم خراب دى. خو ستاسو د فېصلې ورځ راغلې ده، ستاسو د سزا او وارخطايۍ وخت رارسېدلے دے.
5 په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.
6 ځکه چې نن سبا زوئ د پلار بې‌احترامى کوى، او لور د خپلې مور خلاف راپاڅى، اِنږور د خپلې خواښې مخالفت کوى. او د سړى دشمنان به د هغۀ د خپل کور خلق وى.
7 خو زۀ به د مالِک خُدائ په امداد نظر ساتم، زۀ د خپل خلاصونکى خُدائ پاک انتظار کوم، زما خُدائ پاک به زما واورى.
8 ما ته په حسرت سره مۀ ګوره، زما دشمنه، اګر کۀ زۀ غورزېدلے يم، زۀ به بيا راوچت شم. اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى.
9 ځکه چې ما د هغۀ خلاف ګناه کړې ده، نو زۀ به د مالِک خُدائ قهر وزغمم، ترڅو چې هغه زما د مقدمې وکالت وکړى او زما حق قائم کړى. هغه به ما بهر رڼا ته راولى، زۀ به د هغۀ صداقت وګورم.
10 بيا زما دشمنان به دا وګورى او دوئ به وشرميږى، هغه چا چې ما ته ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک چرته دے؟“ زما سترګې به د هغې بربادى وګورى، اوس به هغه داسې د پښو لاندې شى لکه په کوڅو کښې چې خټې وى.
11 ستا د دېوالونو جوړولو دپاره ورځ به راشى، په هغه ورځ به ستا سرحدونه لوئ شى.
12 د ډېرو ځايونو نه به خلق ستا د عزت کولو دپاره راشى د اسور نه واخله د مِصر ښارونو پورې، او د مِصر نه واخله د فرات سيند پورې، او د لرى سمندرونو او غرونو پورې.
13 زمکه به د اوسېدونکو په وجه او د هغوئ د بدو عملونو په نتيجه کښې د خلقو نه شاړه شى.
14 اے مالِکه، د خپلو خلقو شپونتوب په خپلې لښتې سره وکړه، په خپله برخه رمې څوک چې د زرخيزه زمکې په مينځ کښې په ځنګل کښې اوسيږى، هغوئ پرېږده چې لکه د پخوا په شان په بسن او جِلعاد کښې وڅريږى.
15 بيا مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د هغه ورځو په شان کله چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، زۀ به هغوئ ته خپلې معجزې وښايم.“
16 قومونه به وګورى او حېران به شى، هغوئ به د خپل ټول زور نه محروم شى. هغوئ به ګوته په خولۀ ودريږى او هغوئ به هيڅ نۀ اورى.
17 هغوئ به لکه د مار خاوره وخورى، لکه د هغه مخلوق چې په زمکه په سينه ښويږى. هغوئ به په رپېدو بهر د خپل غارونو نه راوځى، هغوئ به د يرې نه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى او تا نه به يريږى.
18 ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.
19 تۀ به بيا په مونږ باندې مهربانه شې، تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بې‌اِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.
20 او د يعقوب اولاد ته به تۀ خپل رحم وښائې، تۀ به د اِبراهيم اولاد ته رښتونے يې، څنګه چې تا په تېر وخت کښې زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.