يُونس
څپرکی 3
بيا په دوېم ځل د مالِک خُدائ کلام په يُونس نازل شو،
2 ”د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او هغوئ ته هغه پېغام واوروه کوم به چې زۀ تا له درکوم.“
3 يُونس د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او نينوه ته لاړو. نو د نينوه ښار دومره لوئ وو چې د دې نه پېدل تېرېدو دپاره درې ورځې پکار وې.
4 په اوله ورځ چې يُونس په ښار کښې روان وو، هغۀ اِعلان وکړو چې، ”ټيک څلوېښت ورځې پس به نينوه تباه شى.“
5 د نينوه خلقو د خُدائ پاک په پېغام يقين وکړو. هغوئ د روژې اعلان وکړو او ټولو لويو او واړو د ټاټ جامې واچولې چې خپل غم څرګند کړى.
6 کله چې د نينوه بادشاه ته د يُونس پېغام ورسېدو، نو هغه د خپل تخت نه کوز شو، خپله شاهى چُوغه يې وويستله، د ټاټ جامې يې واغوستلې او په خاورو کښې کښېناستو.
7 بيا هغۀ د نينوه خلقو ته يو فرمان جارى کړو چې، ”د بادشاه او د هغۀ د وزيرانو حُکم دے چې، هيچا ته د خوراک څښاک اجازت نشته. غوا مېښه او ګډې چېلۍ سره سره ټول ځناور هم په دې کښې شامل دى. مۀ يې خوراک ته پرېږدئ او مۀ اوبۀ ورکوئ.
8 خو پرېږدئ چې ټول خلق او ځناور د ټاټ جامې واغوندى. او هر يو په راستۍ سره د زړۀ له کومې خُدائ پاک ته دُعا وکړى، او هر يو د خپلې بدعملۍ نه واوړى او ظلم زياتے پرېږدى.
9 څۀ پته لګى؟ کېدے شى چې خُدائ پاک خپله فېصله بدله کړى او خپل سخت غضب ختم کړى، او مونږ د تباه کېدو نه بچ شُو.“
10 کله چې خُدائ پاک وليدل چې هغوئ څۀ وکړل او څنګه هغوئ د خپلو بدو عملونو نه واوړېدل، نو هغه ورحمېدو او په هغوئ يې هغه تباهى رانۀ وستله کومه چې هغۀ وئيلې وه.