مرثيى
څپرکی 5
اے مالِکه خُدايه، راياد کړه چې په مونږ څۀ وشو، وګوره چې زمونږ څنګه بېعزتى شوې ده.
2 زمونږ ميراث غېرو ته حواله شوے دے او زمونږ کورونه پردو خلقو قبضه کړى دى.
3 مونږ يتيمان او بېپلاره شوى يُو او زمونږ ميندې کونډې شوې دى.
4 مونږ د څښلو اوبۀ او د سوزولو خشاک په بيعه اخلو.
5 هغوئ څوک چې مونږ پسې وُو راته په سر ناست دى او مونږ ډېر ستومانه شُو خو هيڅ آرام ته مو نۀ پرېږدى.
6 مونږ خپل ځان مِصر او اسور ته حواله کړو چې مونږ ته پوره روټۍ مِلاو شى.
7 زمونږ پلار نيکۀ ګناه وکړه خو هغوئ مړۀ دى او اوس مونږ د هغوئ د ګناه سزا خورو.
8 غلامان په مونږ حکومت کوى او هيڅ څوک نشته چې مونږ د هغوئ د لاس نه آزاد کړى.
9 مونږ د روټۍ پېدا کولو دپاره خپل ځان په خطره کښې اچولے دے ځکه چې په ټوله علاقه کښې وسله وال ګرځى.
10 زمونږ څرمن لکه د تنور په شان ګرمه ده، د قحط د ډېر تاو نه سوزېدلې ده.
11 په صيون کښې د ښځو عزت لوټ شوے دے او د يهوداه په ښارونو کښې د پېغلو عزت لوټ شوے دے.
12 دوئ شهزادګان د لاسونو نه راځوړند کړى دى او د مشرانو بېعزتى يې کړې ده.
13 په ځوانانو په زور مېچنې ګرځولے شى، او زلمى د لرګو د درنو بارونو لاندې په تکليف روان دى.
14 مشرانو د ښار په دروازه د جرګو ځايونه پرېښودل او ځوانانو خپل ساز و سرود پرېښودو.
15 زمونږ د زړۀ خوشحالى رانه اخستے شوې ده او زمونږ ګډا په ماتم بدله شوې ده.
16 زمونږ نه تاج و تخت اخستلے شوے دے، افسوس په مونږ ځکه چې مونږ ګناه کړې ده.
17 ځکه د دې په وجه زمونږ زړونه مات شوى دى او د ژړا په وجه زمونږ نظر کم شوے دے.
18 دا چې د صيون غر وران ويجاړ پروت دے او ګيدړان په کښې اوسيږى.
19 خو تۀ اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره حکومت کوې او ستا تخت په ټولو نسلونو کښې قائم پاتې کيږى.
20 تا ولې مونږ بلکل هېر کړى يُو؟ تا ولې مونږ ډېرو ورځو نه پرېښى يُو؟
21 اے مالِکه خُدايه مونږ ځان ته راوبله، مونږ بحال کړه او زمونږ حال د مخکښې په شان کړه.
22 ولې تا مونږ تل دپاره رد کړى يُو؟ او تۀ مونږ ته د حد نه زيات غصه يې؟