شوَع
څپرکی 22
ابیا یوشع د روبین، جاد او ختیځې منسي د قبیلو خلک راوغوښتل.
2 یوشع هغوی ته وویل: <تاسو هغه ټول کارونه کړي دي چې د څښتن خدمتګار موسیٰ درته حکم کړی ؤ او زما ټولو امرونو ته مو غاړه ایښې ده.
3 که څه هم جنګ زیات اوږد شو خو تاسو په دې موده کې خپل اسراییلي ورونه پرېښودلي نه دي او کومه دنده چې ستاسو څښتن خدای تاسو ته سپارلې وه هغه مو سرته رسولې ده.
4 اوس ستاسو څښتن خدای د خپلې وعدې سره سم ستاسو ورونو ته ارامي ورکړې ده. نو بېرته خپلو کورونو یعنې هغې ځمکې ته لاړ شئ چې د اردن د سیند په ختیځ کې ده او د څښتن خدمتګار موسیٰ تاسو ته درکړې ده.
5 تاسو په غور سره د هغو ټولو شیانو څخه اطاعت کوئ چې موسیٰ په تاسو باندې امر کړی دی: د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ او د هغه رضا پوره کوئ. د هغه امرونو ته غاړه ږدئ، هغه ته وفادار اوسئ او د زړه له کومي او په خپل ټول توان سره د هغه خدمت کوئ.>
6 -
8 یوشع هغوی ته برکت ورکړ او په دې خبرو سره یې خپلو کورونو ته ولېږل: <تاسو د ډېرې شتمنۍ، زیاتو څارویو، سپینو زرو، سرو زرو، برنجو، اوسپنو او ډېرو کالیو سره بېرته خپلو کورونو ته ځئ. تاسو چې کوم شیان له خپلو دښمنانو څخه نیولي دي هغه د خپلو قبیلو د خلکو سره ووېشئ.> بیا هغوی خپلو کورونو ته روان شول.موسیٰ د منسي نیمې قبیلې ته د اردن د سیند ختیځې خواته په باشان کې ځمکه ورکړه، خو بلې نیمایي ته یوشع د اردن د سیند په لوېدیځ کې د نورو قبیلو په څنګ کې ځمکه ورکړه.
9 نو د روبین او جاد د قبیلو او د ختیځې منسي د قبیلې خلک بېرته خپلو کورونو ته لاړل. هغوی د اسراییلو پاتې خلک په شیلوه کې چې په کنعان کې وه پرېښودل او خپلې خاورې ته چې د جلعاد خاوره وه لاړل. دا خاوره هغوی د څښتن د امر سره سم چې د موسیٰ په وسیله یې کړی ؤ نیولې وه.
10 -
11 کله چې د روبین، جاد او ختیځې منسي قبیلې د اردن د درې لوېدیځې غاړې ته ورسېدلې نو د سیند په غاړه یې یوه ډېره لویه قربانګاه جوړه کړه. کله چې نورو اسراییلیانو واورېدل چې دې قبیلو څه کړي دي،
12 نو د لوېدیځو قبیلو ټول خلک په شیلوه کې سره راغونډ شول چې لاړ شي او د ختیځو قبیلو سره وجنګیږي.
13 نو د اسراییلو خلکو د العازار کاهن زوی فینحاس د جلعاد خاورې ته د روبین، جاد او د ختیځې منسي قبیلو ته ولېږه.
14 نو د فینحاس سره لس مشران لاړل، د هرې لوېدیځې قبیلې څخه یو یو نفر یعنې د هغوی د کورنیو د مشرانو څخه یو یو نفر.
15 کله چې هغوی د جلعاد خاورې ته د روبین، جاد او ختیځې منسي خلکو ته ورغلل،
16 هغوی وویل: <مونږ د څښتن د ټول قوم له خوا خبرې کوو: تاسو ولې د اسراییلو د څښتن خدای په مقابل کې داسې بد کار کړی دی؟ تاسو د خپلو ځانونو دپاره د دې قربانګاه په جوړولو سره د هغه په مقابل کې سرکشي کړې ده! تاسو نور د هغه پیروان نه یاست.
17 په فغور کې زمونږ ګناه درپه یاده کړئ. آیا زمونږ دپاره هغه بس نه وه؟ سره له دې چې د څښتن په قوم باندې وبا نازله شوه، خو تر نن ورځې پورې مونږ د هغې ګناه څخه خپل ځانونه پاک کړي نه دي.
18 آیا تاسو اوس غواړئ چې د څښتن د پیروۍ څخه انکار وکړئ؟ که چېرې تاسو نن د څښتن په مقابل کې سرکشي وکړئ، سبا به هغه د اسراییلو په ټول قوم باندې په قهر شي.
19 خو که چېرې ستاسو خاوره د عبادت دپاره مناسبه نه وي، نو د څښتن ځمکې ته راشئ چې د هغه مقدسه خېمه په کې ولاړه ده او زمونږ په منځ کې ځمکه واخلئ. مګر د څښتن په مقابل کې سرکشي مه کوئ او زمونږ د څښتن خدای په قربانګاه سربېره د بلې قربانګاه په جوړولو سره مونږ مه ګناهکاروئ.
20 آیا هغه څه چې د عخان سره وشول هغه مو په یاد دي؟ څښتن مونږ ته ویلي وو: د اریحا د ښار ټول شیان له منځه یوسئ، خو عخان د څښتن د امر څخه سرغړونه وکړه او څښتن مونږ ټولو ته سزا راکړه. عخان د خپلو کړو له کبله مړ شو او نور ډېر اسراییلیان هم د عخان د ګناه له کبله مړه شول.>
21 د روبین، جاد او ختیځې منسي د قبیلو خلکو د لوېدیځو قبیلو استازو ته په ځواب کې وویل:
22 <څښتن یوازینی قوي خدای دی! مونږ د هغه څخه غوښتنه کوو چې زمونږ شاهد اوسي! هغه پوهیږي چې مونږ ولې داسې کار کړی دی او مونږ غواړو چې تاسو هم ورباندې پوه شئ! که چېرې مونږ د څښتن په مقابل کې سرکشي کړې وي او د هغه سره مو خپل لوظ مات کړی وي، نو څښتن دې نور مونږ ژوندي نه پرېږدي.
23 که چېرې مونږ د څښتن څخه پیروي کول پرې ایښي وي او خپله قربانګاه مو جوړه کړې وي چې په هغې باندې سوزېدونکې نذرانې یا د غلو دانو یا د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړو، نو پرېږدئ چې څښتن په خپله مونږ ته سزا راکړي.
24 نه! مونږ د دې وېرې له کبله دا کار وکړ چې کېدای شي یوه ورځ ستاسو اولاده زمونږ اولادې ته ووایي چې تاسو څه حق لرئ چې د اسراییلو د څښتن خدای عبادت کوئ؟
25 څښتن د اردن له سیند څخه زمونږ او ستاسو یعنې د روبین او جاد د خلکو ترمنځ یو سرحد جوړ کړ. تاسو د څښتن سره هیڅ کار نه لرئ. بیا کېدای شي چې ستاسو اولاده زمونږ اولاده د څښتن د عبادت څخه منع کړي.
26 نو مونږ د قربانۍ د ځای د جوړولو پرېکړه وکړه، نه د سوزېدونکو نذرانو دپاره او نه د قربانیو دپاره،
27 بلکه دا به زمونږ او ستاسو د خلکو دپاره او زمونږ څخه وروسته نسلونو دپاره یوه نښه وي چې مونږ به د څښتن د مقدسې خېمې په مخ کې د سوزېدونکو نذرانو، قربانیو او سلامتۍ د نذرانو په وړاندې کولو سره د هغه عبادت کوو. بیا به په راتلونکي کې ستاسو اولاده نه شي کولی چې زمونږ اولادې ته داسې ووایي چې تاسو د څښتن عبادت نه شئ کولی.
28 مونږ فکر کاوه چې که چېرې داسې وشي، امکان لري چې زمونږ اولاده ووایي چې ګورئ! زمونږ نیکونو د څښتن د قربانۍ د ځای په شان یوه نمونه جوړه کړه. دا د سوزېدونکو نذرانو یا د قربانیو دپاره نه، بلکه هغه یې د دې دپاره جوړه کړې ده چې دا وښایي چې مونږ هم ستاسو په شان د څښتن خلک یو.
29 مونږ به په یقین سره د څښتن په مقابل کې سرکشي ونه کړو او نه به د قربانۍ د ځای په جوړولو سره چې په هغه باندې نذرانې یا قربانۍ وړاندې کړو، د هغه پیروي کول پرېږدو. مونږ به بله داسې قربانګاه جوړه نه کړو چې زمونږ د څښتن خدای د قربانګاه ځای ونیسي کومه چې د هغه د مقدسې خېمې په مخ کې ده.>
30 فینحاس کاهن او د لوېدیځو قبیلو لسو مشرانو چې د هغه سره وو د روبین، جاد او ختیځې منسي د قبیلو د خلکو خبرې واورېدې او هغوی قانع شول.
31 فینحاس هغوی ته وویل: <اوس مونږ په دې پوه شو چې څښتن زمونږ سره مل دی. تاسو د هغه په مقابل کې سرکشي نه ده کړې بلکه د اسراییلو قوم مو د څښتن د سزا څخه ژغورلی دی.>
32 بیا فینحاس او د لوېدیځو قبیلو مشران بېرته د کنعان خاورې ته راستانه شول او څه چې پېښ شوي وو هغه یې د اسراییلو خلکو ته بیان کړل.
33 اسراییلیان قانع شول او د خدای ستاینه یې وکړه. هغوی نور داسې خبرې نه کولې چې د روبین او جاد د خلکو سره جنګ وکړي او د هغوی خاوره له منځه یوسي.
34 د روبین او جاد خلکو وویل: <دا قربانګاه زمونږ د ټولو ترمنځ شاهده ده چې څښتن زمونږ خدای دی.> نو هغه قربانګاه یې د شاهد په نوم یاده کړه.