تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 13

افرض کړئ ستاسو په منځ کې یو نبي یا یو څوک راپیدا شي چې خوبونه تعبیروي او تاسو ته د کومې معجزې یا کوم عجیبه کار په باره کې پېشګویي وکړي.
2 که چېرې هغه نښه یا هغه عجیبه کار چې د هغه په باره کې یې خبرې کړې وي رښتیا شي او هغه ووایي: راځئ چې د نورو خدایانو څخه پیروي او عبادت وکړو (هغه خدایان چې مخکې مو د هغو عبادت نه دی کړی)،
3 نو تاسو باید د هغه نبي یا د خوب تعبیروونکي خبرو ته غوږ ونه نیسئ. ستاسو څښتن خدای په تاسو باندې د دې دپاره ازمایښت کوي چې دا معلومه کړي چې د هغه سره د زړه له کومي مینه کوئ او که نه.
4 د څښتن څخه پیروي کوئ او د هغه څخه وېره کوئ. د هغه د امرونو څخه اطاعت کوئ، عبادت یې کوئ او ورته وفادار اوسئ.
5 مګر هغه خوب تعبیروونکی یا نبي ووژنئ چې تاسو ته وایي چې د څښتن یعنې هغه چا په مقابل کې سرکشي وکړئ چې تاسو یې د مصر څخه چې په کې غلامان وئ ازاد کړئ. داسې خلک بدکاره دي او هڅه کوي چې تاسو د هغې لارې څخه واړوي چې څښتن یې تاسو ته د پیروۍ کولو امر کړی دی. د دې دپاره چې تاسو خپل ځانونه له دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ، نو هغوی باید ووژل شي.
6 حتیٰ کېدای شي چې خپل ورور یا خپل زوی یا خپله لور یا ښځه چې تاسو ورسره مینه کوئ یا خپل ترټولو نژدې ملګری په پټه تاسو دې ته تشویق کړي چې د نورو خدایانو عبادت وکړئ، یعنې د هغو خدایانو چې تاسو او ستاسو نیکونو یې هیڅکله عبادت نه دی کړی.
7 کېدای شي چې د هغوی څخه کوم یو تاسو دې ته تشویق کړي چې د هغو خلکو د خدایانو عبادت وکړئ چې ستاسو سره نژدې اوسیږي یا د هغو خلکو چې ستاسو څخه لېرې اوسیږي.
8 مګر هغه مه پرېږدئ چې تاسو تشویق کړي، حتیٰ غوږ هم ورته مه نیسئ. په هغه باندې رحم مه کوئ یا زړه ورباندې مه سوزوئ او د هغه راز پټ مه ساتئ.
9 هغه ووژنئ! اول یې تاسو سنګسار کړئ او بیا نور ټول خلک پرېږدئ چې سنګسار یې کړي.
10 هغه سنګسار کړئ چې مړ شي! ځکه چې د دې هڅه یې کړې ده چې تاسو د خپل څښتن خدای څخه واړوي چا چې تاسو د مصر څخه چې په کې غلامان وئ ازاد کړئ.
11 نو د اسراییلو ټول قوم به د دې پېښې څخه خبر شي، نو هغوی به ووېریږي او بیا به هیڅوک داسې بد کار ونه کړي.
12 کله چې تاسو په هغو ښارونو کې واوسېږئ چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي، کېدای شي تاسو واورئ
13 چې ستاسو د قوم ځینې خوشې خلکو د خپل ښار خلک بې لارې کړي دي چې د داسې خدایانو عبادت وکړي چې مخکې تاسو هیڅکله د هغو عبادت نه وي کړی.
14 که چېرې تاسو داسې اوازې واورئ، د هغو په هکله پوره څېړنه وکړئ او که چېرې هغه رښتیا وي او داسې بده پېښه شوې وي،
15 بیا د هغه ښار ټول خلک او د هغوی ټول حیوانات هم ووژنئ او هغه ښار په بشپړه توګه وران کړئ.
16 د هغه ځای د اوسېدونکو ټول مال او جایداد راوړئ او د ښار په چوک کې یې انبار کړئ. بیا هغه ښار د هرڅه سره چې په کې دي خپل څښتن خدای ته د نذرانې په توګه وسوزوئ. هغه باید د تل دپاره کنډواله پاتې شي او بیا هیڅکله ودان نه شي.
17 ‏-
18 د هغو شیانو څخه چې باید له منځه یوړل شي هیڅ شی هم د ځان دپاره مه ساتئ، نو بیا به د څښتن سخت قهر سوړ شي او په تاسو باندې به رحم وکړي. که چېرې تاسو د هغه د ټولو امرونو چې ما نن درکړي دي اطاعت وکړئ او د هغه غوښتنې ومنئ، هغه به په تاسو باندې رحم وکړي او لکه څنګه چې یې ستاسو د نیکونو سره وعده کړې ده، ستاسو څخه به یو لوی قوم جوړ کړي.