سوله او مینه


  • ته به په پاخه عمر کې په ارامۍ سره مړ شې او ښخ به شې.
    پیدایښت 15: 15
  • ورکوي څښتن ولس خپل ته قوتورکوي ورته د سولې برکت
    زبور 29: 11
  • له بدو لېرې ګرځئ کوئ نېکيسولې دپاره هلې ځلې کوئ او ورپسې وګرځئ
    زبور 34: 14
  • عاجزان خلک به د ځمکې وارثان شيد سوکالۍ او ارامۍ نه به خوندونه اخلي
    زبور 37: 11
  • نېکو خلکو ته پام وکړه او صادقانو ته وګورهخوښوي چې کوم خلک سولهلري دوی به ښه راتلونکې
    زبور 37: 37
  • هغوی چې مینه کوي ستا له شریعته سرهدي برخمن له پوره امن څخههېڅ داسې شی نشته چې دوی راوغورځوي
    زبور 119: 165
  • زه غواړم سولهخو چې زه کوم خبرې د سولېهغوی جنګ غواړي
    زبور 120: 7
  • کله چې څښتن د انسان له کړو نه راضي وينو دښمنان یې هم له هغه سره په امن کې وي.
    متلونه 16: 7
  • د محبت دپاره وخت او د نفرت دپاره وختد جګړې دپاره وخت او د سولې دپاره وخت
    مُعلِم 3: 8
  • زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
    أيشعياه 9: 6
  • د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.
    أيشعياه 26: 3
  • د صداقت اثر به سلامتى وى، او نتيجه به يې ابدى سکون او حفاظت وى.
    أيشعياه 32: 17
  • زۀ په خپله به ستاسو ټولو بچو ته ښودنه کوم، او هغوئ به خېر خېريت سره وى.
    أيشعياه 54: 13
  • تاسو به خوشحالۍ سره وځئ، او سلامتۍ سره به بوتلے شئ. غرونه او د غرونو غونډۍ به په تېز آواز سندرې وائى، او په پټى کښې ټولې ونې به د خوشحالۍ نه لاسونه پړقوى.
    أيشعياه 55: 12
  • زما مالِک خُدائ فرمائى، ”د بدعمله خلقو دپاره امن نشته.“
    أيشعياه 57: 21
  • نه هغوئ د امن لار پېژنى او نه د هغوئ په لارو کښې اِنصاف شته. هغوئ خپلې لارې کږې وږې جوړې کړې دى، نو هر څوک چې په دې لار ځى هغه امن نۀ پېژنى.
    أيشعياه 59: 8
  • هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.
    يرمياه 6: 14
  • کیونکہ میں تمہارے حق میں اپنے خیالات کوجانتا ہوں خداوند فرماتا ہے یعنی سلامتی کے خیالات ۔بُرائی کے نہیں تاکہ میں تم کو نیک انجام کی اُمید بخشوں۔
    يرمياه 29: 11
  • خو باوجود د دې به هغه وخت راشى چې زۀ به د يروشلم زخمونو ته شفا ورکړم او هغې ته به حقيقى امن او سکون ورکړم.
    يرمياه 33: 6
  • کله چې دهشت راشى، نو هغوئ به د امن او سکون لټون وکړى، خو هيڅ قسم امن به ورته مِلاو نۀ شى.
    حزقى‌ايل 7: 25
  • د اِسرائيل نبيانو ته چا چې د يروشلم په حقله پېشګوئې وکړه او د هغې په حقله يې د امن روياګانې ليدلې حال دا چې په رښتيا به امن نۀ وو، ما، مالِک خُدائ وفرمائيل.“
    حزقى‌ايل 13: 16
  • د دوکې په سبب به هغه کامياب شى، او هغه به خپل ځان اوچت وګڼى. کله چې هغوئ ځان محفوظ وګڼى، هغه به ناګهانه ډېر خلق تباه کړى او د شهزادګانو د شهزاده خلاف به راپاڅى. خو بيا به هغه تباه شى، خو دا نه چې د انسان په طاقت.
    دانيال 8: 25
  • ناګهانه به مالداره صوبې ونيسى نو هغه به په هغوئ حمله وکړى او هغه هر څۀ به حاصل کړى چې د هغوئ پلار نيکۀ نۀ وو حاصل کړى. هغه به غنيمت، لوټ شوے دولت په خپلو ملګرو کښې تقسيم کړى. هغه به د قلعه ګانو د قبضه کولو منصوبې جوړې کړى خو دا به د لږ وخت دپاره وى.
    دانيال 11: 24
  • په غرونو نظر د هغه چا پښو ته واچوئ څوک چې ښۀ زېرے راوړى، او د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى. اے يهوداه خپل اخترونه وکړئ، او خپلې عام منښتې کوئ. بدعمله به نور هيڅکله په تاسو قبضه نۀ کوى، هغوئ به په مکمل توګه تباه شى.
    ناحوم 1: 15
  • ”زما لوظ هغوئ سره وو، د ژوند او امن لوظ، او ما دا هغوئ ته ورکړو چې زما تعظيم وکړى، او هغوئ زما عزت وکړو او زما د نوم د دهشت نه ويرېدل.
    ملاکى 2: 5
  • بختور دي هغه خلک چې سوله راوستونکي دي،ځکه چې هغوی به د خدای زامن وبلل شي.
    متى 5: 9
  • که چېرې د هغه کور خلک ستا د سلام لایق وي نو کومه سوله او سلامتي چې تاسو یې د هغوی دپاره غواړئ هغه به ورباندې پاتې شي، خو که لایق یې نه وي، نو هغه سلام به بېرته تاسو ته راوګرځي.
    متى 10: 13
  • داسې ګومان مه کوئ چې زه د دې دپاره راغلی یم چې نړۍ ته سوله راولم، زه د سولې د راوستلو دپاره نه یم راغلی، بلکې دښمني راولم.
    متى 10: 34
  • هغه راپاڅېد او باد ته یې امر وکړ: «ارام شه.» او څپو ته یې وویل: «ودرېږئ.» نو باد ودرېده او کراره کراري شوه.
    مرقوس 4: 39
  • عیسی هغې ته وویل: «لورې، ته خپل ایمان روغه کړې. په خیر لاړه شه او د تل دپاره د دې ناروغۍ څخه خلاصه شې.»
    مرقوس 5: 34
  • مالګه ښه شی دی، خو که مالګه خپل خوند له لاسه ورکړي نو هغه به څنګه بېرته خپل خوند پیدا کړئ؟ په خپلو ځانونو کې د مالګې خاصیت ولرئ او یو د بله سره په سوله کې ژوند تېروئ.»
    مرقوس 9: 50
  • ترڅو چې راولي رڼا په هغو خلکو باندېچې تېروي ژوند په تیارو کې د مرګاو برابر کړي قدمونه زمونږ د سولې او سلامتۍ په لاره»
    لوقا 1: 79
  • «خدای ته دې وي جلال په لوړو اسمانونو کېاو سوله او سلامتي دې وي په ځمکه باندېپه هغو خلکو باندې چې ترې راضي دی هغه»
    لوقا 2: 14
  • خو عیسی هغې ښځې ته وویل: «ته خپل ایمان وژغورلې. په خیر لاړه شه.»
    لوقا 7: 50
  • کله چې کوم کور ته ننوځئ، نو لومړی داسې ووایئ: ‹په دې کور کې دې سلامتي وي.›
    لوقا 10: 5
  • که چېرې هغه ونه شي کولای، نو مخکې له دې چې دښمن ورته راورسیږي، هغه به استازي ولېږي او د سولې د شرطونو په هکله به ورڅخه غوښتنه وکړي.
    لوقا 14: 32
  • او ویل یې:«مبارک دی هغه پاچا چې د څښتن په نوم راځي.سلامتي دې وي په اسمان کې او جلال دې وي څښتن تعالی ته.»
    لوقا 19: 38
  • هغوی لا د دې پېښو په هکله خبرې کولې چې ناڅاپه عیسی د هغوی په منځ کې ودرېده او هغوی ته یې وویل: «په تاسو دې سلامتي وي.»
    لوقا 24: 36
  • زه تاسو ته سوله درکوم داسې سوله چې یوازې زه یې ورکولای شم. دا د هغې سولې په شان نه ده چې نړۍ یې ورکولای شي. نو څه چې به پېښیږي د هغې په هکله مه ناارامه کېږئ او مه وېرېږئ.
    جان 14: 27
  • ما دا هرڅه د دې دپاره تاسو ته وویل ترڅو په ما کې ارامي ولرئ. په دې نړۍ کې به تاسو ځورېږئ او کړېږئ. خو زړور اوسئ! ځکه چې زه په نړۍ باندې بریالی شوی یم.»
    جان 16: 33
  • زه دا سلامونه تاسو ټولو ته چې په روم کې یئ او په خدای باندې ګران یئ او د دې دپاره رابلل شوي یئ چې د خدای خلک اوسئ، وایم. زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
    د روميانو 1: 7
  • هغوی چې هر چېرته ځيپیدا کوي هلته ورانۍ او بدبختي هغوی نه ده پېژندلې لاره د سلامتۍ او سولې هغوی له خدایه نه وېریږي هېڅ.
    د روميانو 3: 16-18
  • له دې امله چې مونږ د ایمان په وسیله عادل ګڼل شوي یو، نو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله د خدای سره زمونږ روغه جوړه وشوه.
    د روميانو 5: 1
  • که چېرې زمونږ په ذهنونو باندې نفساني غوښتنې حاکمې وي، نو پای یې مرګ دی. خو که چېرې زمونږ په ذهنونو باندې روح القدس حاکم وي، نو پایله یې ژوند او سوله ده.
    د روميانو 8: 6
  • او هغوی به څنګه پیغام ورسوي، ترڅو د دې کار دپاره لېږل شوي نه وي؟ لکه څنګه چې لیکل شوي دي: «د هغو کسانو قدمونه څومره ښکلي دي چې زېری رسوي.»
    د روميانو 10: 15
  • ترڅو پورې چې کېدای شي او ستاسو پورې اړه ولري، نو د ټولو خلکو سره په سوله کې ژوند تېروئ.
    د روميانو 12: 18
  • ځکه چې د خدای پاچاهي خوړل او څښل نه دي، بلکې عدالت، سوله او خوشحالي ده چې روح القدس یې ورکوي.
    د روميانو 14: 17
  • نو بیا راځئ چې د هغو شیانو پسې وګرځو چې زمونږ ترمنځ د سولې او سلامتۍ سبب ګرځي او یو د بل سره مرسته وکړو چې ټینګ ایمان ولرو.
    د روميانو 14: 19
  • خدای چې د هیلې سرچینه ده، هغه دې تاسو د خپل ایمان په وسیله د پوره خوشحالۍ او سولې نه ډک کړي چې د روح القدس په قدرت سره ستاسو هیله نوره هم زیاته شي.
    د روميانو 15: 13
  • خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه ده، هغه دې تاسو ټولو سره وي. امین.
    د روميانو 15: 33
  • زمُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ سلامتى دِ تاسو سره وى.
    اول کورنتيان 1: 3
  • خو څوک چه بے ايمانه وى که هغه دَ خپل خاوند يا خپلے ښځے نه ځى نو پريږدئ چه لاړ شى. په داسے حالت کښے څوک ورور يا خور پابند نۀ دے، اَؤ خُدائے مُونږ دَ سلامتئ دَ پاره رابللى يُو.
    اول کورنتيان 7: 15
  • ځکه چه خُدائے دَ بدنظمئ نه، بلکه دَ امن بانى دے.لکه چه دَ پاکانو په ټولو جماعتُونو کښے ده
    اول کورنتيان 14: 33
  • نو اَئے ورُوڼو! خُدائے مو مل شه، کامل شئ، خاطر جمع لرئ، په يو اتفاق اوسئ، صُلح ساتئ، نو دَ مينے اَؤ دَ سلامتئ خُدائے به تاسو سره وى.
    اول کورنتيان 13: 11
  • زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
    غلاتیان 1: 3
  • سلامتي او رحم دې وي په هغه چا باندې چې د دې قانون سره سم ژوند تېروي او هم د خدای په ټولو حقیقي اسراییلو باندې.
    غلاتیان 6: 16
  • خو د روح القدس ثمره دا ده: مینه، خوشحالي، ارامي، صبر، مهرباني، نېکي، وفاداري،
    غلاتیان 5: 22
  • ځکه چې مسیح زمونږ سوله او سلامتي ده او هغه دوه ډلې سره یو کړلې او د خپل بدن په وسیله یې د دښمنۍ هغه دېوال وران کړ چې هغوی یې سره بېل کړي وو. هغه شریعت د هغه د حکمونو او مقرراتو سره منسوخ کړ، ترڅو په خپل بدن کې د دې دوه قبیلو نه یو نوی قوم جوړ کړي او سوله او سلامتي راولي.
    افسیسیان 2: 14, 15
  • ډېر کوښښ وکړئ هغه یووالی وساتئ چې روح القدس یې په سوله او سلامتي کې رامنځته کوي.
    افسیسیان 4: 3
  • خپلې پښې په بوټانو کې د سولې او سلامتۍ د زېري د خپرولو دپاره تیارې کړئ
    افسیسیان 6: 15
  • هغه څه چې تاسو زما نه زده کړي او حاصل کړي دي یا مو زما نه اورېدلي او لیدلي دي، هغه سرته ورسوئ، نو بیا به خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه ده، ستاسو سره مل وي.
    فيليپيان 4: 9
  • خدای د مسیح په وسیله د ټولو شیانو سره پخلا شو او په صلیب باندې د مسیح د وینې د تویېدلو په وسیله یې د خدای او هغه څه چې په ځمکه او اسمان کې دي، ترمنځ سوله راوستله.
    کولسیان 1: 20
  • نو پرېږدئ چې هغه سوله او سلامتي چې د مسیح له خوا راځي، ستاسو په زړونو حکومت وکړي، ځکه تاسو هر یو د مسیح د بدن غړي یئ او په دې خاطر غوره شوي یئ ترڅو یو د بل سره په سوله کې ژوند وکړئ او شکرګزاره اوسئ.
    کولسیان 3: 15
  • خو ای خویندو او ورونو! تاسو په تیاره کې ژوند نه کوئ چې هغه ورځ به تاسو د غل د راتللو په شان حیران کړي.
    اول تِسالونيکيان 5: 4
  • نو د ځوانۍ د وخت د نفساني غوښتنو څخه ځان وساته او د هغو کسانو سره چې په پاک زړه څښتن ته دعا کوي، د عدالت، ایمان، مینې او سلامتۍ دپاره هلې ځلې کوه.
    تيموتيوس دويم 2: 22
  • کوښښ وکړئ چې د هر چا سره په سوله او سلامتۍ کې ژوند وکړئ او پاک او سپېڅلي اوسئ، ځکه چې د هغه پرته به هېڅوک څښتن ونه ویني.
    العبرانيين 12: 14
  • اوس دې د سولې او سلامتۍ خدای چې د تلپاتې لوظ د وینې په وسیله یې زمونږ څښتن عیسی چې لوی شپون دی، د مړو نه بېرته راژوندی کړ،
    العبرانيين 13: 20
  • او د نېکۍ او عدالت حاصل د هغه تخم څخه پیدا کیږي چې د سوله خوښوونکو له خوا په سوله کې کرل کیږي.
    د یعقوب لیک 3: 18
  • هغوی دې د بدۍ نه ځان ساتي او نېکي دې کوي،د سولې په خاطر دې هلې ځلې کوياو د هغې پسې دې ګرځي.
    اول پطروس 3: 11
  • یو بل اس راووت چې تک سور رنګ یې درلود او په هغه باندې سپاره کس ته قدرت ورکړل شو چې د ځمکې د مخ نه سوله او ارامي یوسي، ترڅو خلک یو بل سره ووژني. هغه ته یوه غټه توره ورکړل شوه.
    رويا 6: 4