مننه


  • څنګه چې هغوی د څښتن د ستاینې سندرې پیل کړې، څښتن یرغلګرې لښکرې په وارخطایۍ اخته کړې،
    ۔توارِی 20: 22
  • اوس خپلو کورونو ته لاړ شئ او جشن ونیسئ. د خپلو خوندورو خوړو او شرابو څخه هغه چاته چې نه یې لري د هغوی برخه ورکړئ. نن ورځ زمونږ د څښتن دپاره یوه سپېڅلې ورځ ده، نو مه خفه کېږئ. د څښتن خوشحالي ستاسو قوت دی.»
    نحمياه 8: 10
  • څوک چې د مننې قرباني کړي هغه ماته درناوی کويهغه چې کړي خپله لاره سمه ورکوم نجات»
    زبور 50: 23
  • هغه خلک بختور ديچې عبادت کوي د ستا د خوشحالۍ په چیغوچې تېروي ژوندون رڼا کې د احسان د ستا
    زبور 89: 15
  • نو په هغه وخت کښې به د هغه خلقو نه د شُکر ګزارۍ حمدونه او د خوشحالۍ آوازونه واورېدلے شى. زۀ به د هغوئ شمېر زيات کړم، او هغوئ به کمولے نۀ شى. زۀ به خلق مجبور کړم چې د هغوئ عزت وکړى، او هغوئ به سپک نۀ شمېرلے کيږى.
    يرمياه 30: 19
  • هغوی به د خدای ثنا ویله او ټول خلک ترې خوشحاله وو او هره ورځ به چې څومره خلکو خلاصون مونده، نو څښتن به د هغوی په ډله کې شاملول.
    اعمال - 2: 47
  • د هېڅ شي په هکله اندېښنه مه کوئ، بلکې تل د شکرګزارۍ په دعاګانو او زاریو سره خپلې غوښتنې د خدای حضور ته وړاندې کوئ.
    فيليپيان - فيليپيان 4: 6
  • بختور دي هغه خلک چې د خدای د رضا د پوره کولوپه خاطر ځورول کیږي،ځکه چې اسماني پاچاهي د هغوی ده. بختور یئ تاسو چې زما په خاطر خلک درته ښکنځل کوي، ځوروي مو او ستاسو په هکله داسې بدې خبرې کوي چې هغه دروغ وي. خوښ او خوشحاله اوسئ، ځکه چې په اسمان کې ستاسو دپاره لوی اجر دی. ستاسو څخه مخکې هم هغوی په همدې ډول پیغمبران ځورولي وو.
    متى 5: 10-12
  • بختور یئ تاسو چې خلک درڅخه د انسان د زوی په خاطر کرکه کوي او خپل منځ کې مو نه پرېږدي، سپکاوی درته کوي او تاسو بدناموي. نو په هغه وخت کې خوښي وکړئ او د خوشحالۍ ټوپونه ووهئ، ځکه چې په جنت کې به لوی اجر ولرئ. د هغوی نیکونو هم د پیغمبرانو سره همداسې چلند کړی ؤ.
    لوقا 6: 22, 23
  • ما دا هرڅه د دې دپاره تاسو ته وویل ترڅو په ما کې ارامي ولرئ. په دې نړۍ کې به تاسو ځورېږئ او کړېږئ. خو زړور اوسئ! ځکه چې زه په نړۍ باندې بریالی شوی یم.»
    جان 16: 33
  • کله چې رسولان د شورا څخه ووتل نو خوشحاله وو، ځکه چې خدای هغوی د دې وړ وګڼل چې د عیسی د نوم په خاطر بې عزتي وزغمي.
    اعمال 5: 41
  • ای انسانه، ته څوک یې چې بېرته خدای ته ځواب ورکوې؟ ایا یو لوښی کلال ته ویلی شي چې زه دې ولې داسې جوړ کړی یم؟
    د روميانو 9: 20
  • غمژن يُو خو تل خوشحاله اوسُو، غريبان يُو خو ډير خلق غنيان کوُو، خواران يُو خو بيا هم هر څۀ لرُو.
    دوېم کورنتيان 6: 10
  • زه دا خبرې د دې دپاره نه کوم چې محتاج یم، بلکې دا مې زده کړل چې زه په هرحال کې یم، راضي یم.
    فيليپيان 4: 11
  • په هر حال کې د خدای شکر کوئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره چې د عیسی مسیح سره تړاو لرئ، د خدای رضا ده.
    تھِسلُنیکیوں ۱ 5: 18
  • تاسو د بندیانو سره چې په زندان کې وو، خواخوږي لرله او کله به چې ستاسو مال او دولت ستاسو نه په زور اخیستل کېده، نو په خوشحالۍ سره به مو قبلول، ځکه چې تاسو پوهېدلئ چې تاسو سره له دې نه ډېر ښه او تلپاتې مال او دولت شته.
    العبرانيين 10: 34
  • سره له دې چې تاسو تر اوسه عیسی مسیح نه دی لیدلی، خو بیاهم درباندې ګران دی او سره له دې چې اوس هم هغه نه وینئ، خو بیاهم ایمان ورباندې لرئ او داسې خوشحالي کوئ چې د جلال څخه ډکه وي او په ژبه یې بیان نه شي کېدای،
    اول پطروس 1: 8
  • که څه هم تاسو د خدای د عدالت په خاطر درد او کړاو زغمئ، خو تاسو بختور یئ. د هېچا نه مه وېرېږئ او اندېښنه مه کوئ.
    اول پطروس 3: 14
  • بلکې خوشحالي کوئ چې تاسو د مسیح په کړاوونو کې شریک کېږئ، ترڅو د هغه د جلال د ښکاره کېدلو په وخت کې خوښ او خوشحاله اوسئ. خو که څوک د مسیحي په نوم ځورول کیږي، نو نه دې شرمیږي، بلکې د دې نوم په خاطر دې د خدای ثنا ووایي.
    اول پطروس 4: 13, 16
  • ای نېکانو، هغه څه چې څښتن کړيپه هغو خوشحاله اوسئ او ښادي کړئصادقانو، د خوښۍ ووهئ چیغې!
    زبور 32: 11
  • ای نېکانو هغه کارونه چې څښتن کړيهغې دپاره ووهئ د خوشحالۍ چیغېمناسبه ده ستاینه د هغه د صادقانو دپاره
    زبور 33: 1
  • تل به کومه د څښتن ثنا او صفتوي به همېش زما په شونډو د هغه ستاینه
    زبور 34: 1
  • ستا عدالت به بیا په ژبه زه بیان کړمهاو ټوله ورځ به زه د ستا ثنا صفت کړمه
    زبور 35: 28
  • ثنا او صفت دې وي څښتن تهچې هره ورځ زمونږ بارونه وړي په خپلو اوږودا خدای زمونږه خلاصوونکی خدای دی
    زبور 68: 19
  • زه ټوله ورځ د ستا ثنا وایمهاعلانوم ستا جلال
    زبور 71: 8
  • څومره ښه ده ای څښتنه چې مونږ ستا شکر ادا کړوخدای تعالی چې صفت وکړو ستا د نوم مونږ په سندرو کې چې هر سهار د ستا تلپاتې مینهاو هره شپه کړو بیان ستا وفا
    زبور 92: 1, 2
  • شکر کولو سره ننوځئ د هغه دروازو تهد هغه عبادتځای ته د ثنا سره ورننوځئشکر یې ادا کړئ او صفت یې د نامه وکړئ
    زبور 100: 4
  • وایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!ای زما ټول بدنه، د هغه سپېڅلی نوم ثنا ووایه! ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!مه هېروه ټول احسانونه یې ته!
    زبور 103: 1, 2
  • د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر دې شکر وباسي دوید عجیبه کارونو په خاطر چې یې کړي دي هغوی دپاره
    زبور 107: 8
  • شکر دې وباسي د هغه په قربانیو باندېد خوشحالیو په سندرو دې بیان کړي د هغه کارونه
    زبور 107: 22
  • د لمرخاته نه تر لمر پرېوتولو پورېثنا او صفت دې وشي د څښتن د نامه
    زبور 113: 3
  • راځئ چې په اخلاص خپل لاسونه پورته کړُو او آسمانى خُدائ پاک ته داسې ووايو،
    ممرثيى 3: 41
  • خو زۀ به د شُکر ګزارۍ آواز سره تا ته قربانى وکړم. او څۀ منښته چې ما منلې ده هغه به زۀ پوره کوم. مالِک خُدائ خلاصونکے دے.“
    يُونس 2: 9
  • یو د بل سره زبورونه، مذهبي او روحاني سندرې وایئ او د زړه له کومي څښتن ته سندرې او خوږې نغمې وایئ. د هرڅه دپاره تل پلار خدای ته زمونږ د څښتن عیسی مسیح په نوم شکر وباسئ.
    افسیسیان 5: 19, 20
  • په هر حال کې د خدای شکر کوئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره چې د عیسی مسیح سره تړاو لرئ، د خدای رضا ده.
    تھِسلُنیکیوں ۱ 5: 18
  • نو راځئ چې د عیسی په وسیله د قربانیو په توګه تل د خدای ثنا او صفت وکړو، یعنې په خپلو خولو د هغه د نوم اقرار وکړو.
    العبرانيين 13: 15
  • بیا د تخت نه یو اواز راغی چې ویل یې:«ای د خدای ټولو خادمانوټولو خلکو چې وېرېږئ له هغه نهکه لویان یئ یا کوچنیانثنا ووایئ زمونږه د خدای»
    رويا 19: 5