عقیده


  • نو ایمان د پیغام په اورېدلو سره پیدا کیږي او پیغام د مسیح د کلام په وسیله اورېدل کیږي.
    د روميانو 10: 17
  • په خپل ټول زړه په څښتن توکل کوهاو په خپل عقل او پوهه تکیه مه کوه. په هر کار کې د هغه د حضور غوښتنه کوهنو هغه به ستا لارې هوارې کړي.
    متلونه 3: 5, 6
  • عیسی وویل: «ته ولې وایې چې که ته څه کولای شې؟ هرڅوک چې ایمان ولري د هغه دپاره هرڅه ممکن دي.»
    مرقوس 9: 23
  • دَ دے دَ پاره که څوک په مسيح کښے وى نو هغه نوے مخلُوق دے، زاړۀ څيزُونه تير شول، وګورئ هغه اوس نوى شول.
    دوېم کورنتيان 5: 17
  • ځکه چې د خدای دپاره هېڅ کار ناشونی نه دی.»
    لوقا 1: 37
  • بیا عیسی د هغوی سترګو ته لاس وروړ او ویې ویل: «څنګه چې ستاسو ایمان دی، نو همداسې دې وشي.»
    متى 9: 29
  • ایمان په هغو شیانو باندې باور لرل دي چې مونږ ورته هیله من یو او په هغو شیانو باندې ټینګه عقیده لرل چې مونږ یې نه شو لیدلی.
    العبرانيين 11: 1
  • خو که په تاسو کې په چا کې د حکمت کمی وي، نو هغه دې د خدای څخه وغواړي چې هغه یې د سخاوت له مخې او بې له دې چې څوک ملامته کړي هرچا ته ورکوي، نو هغه ته به هم ورکړل شي. خو کله چې څوک کوم شی غواړي، نو هغه دې د ایمان سره وغواړي او هېڅ شک دې نه کوي، ځکه چې شک کوونکی د دریاب د هغو څپو په شان دی چې د باد په وسیله اخوا دې خوا غورځول کیږي. داسې سړی دې په دې تمه نه اوسي چې ماته به د څښتن څخه کوم څه لاسته راشي، ځکه چې شکمن سړی په خپلو کارونو کې ټینګ ولاړ نه وي.
    د یعقوب لیک 1: 5-8
  • نو پرته له ایمانه دا ناشونې ده چې انسان دې خدای خوشحاله کړي، ځکه څوک چې غواړي خدای ته ورنژدې شي،
    العبرانيين 11: 6
  • نو لکه څنګه چې بدن بې له روح نه مړ دی، نو همدغه شان ایمان هم بې له عمل نه مړ دی.
    د یعقوب لیک 2: 26
  • خو که چېرې څوک کوم څه وخوري او په هغه باندې شکمن وي، نو هغه محکوم دی ځکه چې هغه د ایمان له مخې دا عمل نه کوي او هر عمل چې د ایمان له مخې نه وي، هغه ګناه ده.
    د روميانو 14: 23
  • زما نېکان به د ایمان په وسیله ژوند کوياو څوک چې زما نه مخ واړوي، نو زه به د هغه نه خوشحاله نه یم.»
    العبرانيين 10: 38
  • کۀ هغه ما وژنى هم خو زۀ به په هغۀ توکل کوم، او زۀ به د هغۀ په مخکښې خپله دفاع کوم.
    ايُوب 13: 15
  • قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.
    أيشعياه 30: 15
  • که چېرې مونږ بې وفا شو، نو هغه به وفادار پاتې شي،ځکه چې هغه نه شي کولای د خپل ځان نه انکار وکړي.»
    تيموتيوس دويم 2: 13
  • ځکه چې د خدای هر اولاد کولای شي چې په نړۍ باندې بری ومومي او دا بری زمونږ د ایمان په وسیله تر لاسه کیږي.
    جان ۱ 5: 4
  • او د دې ټولو سره د ایمان سپر راواخلئ، ترڅو د هغه په وسیله وکولای شئ چې د شیطان اور لرونکي غشي تباه کړئ.
    افسیسیان 6: 16
  • هغه ورته وویل: «ځکه چې ستاسو ایمان کمزوری دی. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو د شړشمو د دانې په اندازه ایمان هم ولرئ، نو کولای شئ دې غره ته ووایئ چې د دې ځای څخه هغه ځای ته لاړ شه، نو هغه به لاړ شي او هېڅ کار به ستاسو دپاره ناشونی نه وي. [
    متى 17: 20
  • خپلې سترګې د عیسی یعنې زمونږ د ایمان د بنیاد ایښودونکي او کامل کوونکي خواته ونیسو. هغه په صلیب باندې د مېخ کېدلو شرم وزغملو خو شرم یې مهم ونه ګڼلو، ځکه چې په دې پوهېده چې په دې کار سره به هغه په راتلونکي کې خوشحاله وي او اوس هغه د خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی.
    العبرانيين 12: 2
  • له دې امله چې مونږ د ایمان په وسیله عادل ګڼل شوي یو، نو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله د خدای سره زمونږ روغه جوړه وشوه.
    د روميانو 5: 1
  • عیسی ورته په ځواب کې وویل: «په خدای باندې ایمان ولرئ.
    مرقوس 11: 22
  • اِد دې دپاره تاسو خوشحالي وکړئ، که څه هم تاسو باید د یو څه وخت دپاره د هر ډول ازمایښتونو او سختیو سره مخ شئ. د هغوی مقصد دا ؤ چې دا ثابته کړي چې ستاسو ایمان سوچه ایمان دی. لکه څنګه چې فاني سره زر په اور باندې ازمایل کیږي، نو همدارنګه ستاسو ایمان هم چې د سرو زرو څخه ډېر قیمتي دی، ازمایل کیږي. بیا به په هغه ورځ چې عیسی مسیح خپل ځان ښکاره کوي، ستاسو ایمان به ستاسو د ستاینې، لویۍ او عزت سبب وګرځي. سره له دې چې تاسو تر اوسه عیسی مسیح نه دی لیدلی، خو بیاهم درباندې ګران دی او سره له دې چې اوس هم هغه نه وینئ، خو بیاهم ایمان ورباندې لرئ او داسې خوشحالي کوئ چې د جلال څخه ډکه وي او په ژبه یې بیان نه شي کېدای، او ستاسو د ایمان مقصد دا دی چې تاسو خلاصون ومومئ.
    اول پطروس 1: 6-9