حمل


  • دا دی خدای د ستا د پلار چې کړي کومک درسرهمطلق قادر خدای دی چې تاته برکت درکويبرکتونه د باران درکوي پاس له اسمانه څخهاو د چینو له اوبو چې دي د ځمکې لاندېبرکتونه به د ډېرو اولادونو او پادو درکړي
    پیدایښت 49: 25
  • خو د هغوی اولاده یعنې اسراییلیان د زیاتو اولادونو خاوندان شول او هغوی دومره زیات شول چې مصر ورڅخه ډک شو.
    هجرت 1: 7
  • هغه به ستاسو سره مینه وکړي او برکت به درکړي ترڅو ستاسو شمېر زیات شي او ډېر اولادونه مو پیدا شي. ستاسو په پټیو کې به برکت واچوي ترڅو تاسو غلې دانې، شراب او د زیتونو تېل ولرئ او د ډېرو پادو او رمو په درکولو سره به تاسو ته برکت درکړي. هغه به دا ټول برکتونه په هغه خاوره کې درکړي چې زمونږ د نیکونو سره یې وعده کړې وه چې تاسو ته به یې درکړي. په دنیا کې به د هیڅ قوم سره ستاسو په شان زیات برکت نه وي. ستاسو او ستاسو د حیواناتو څخه به هیڅ یو شنډ نه وي.
    تثنیه 7: 13, 14
  • هغه خُدائ پاک چې زۀ يې پېدا کړے يم، زما نوکران يې هم پېدا کړى دى.
    ايُوب / ايُوب 31: 15
  • څومره لوی دي د څښتن کارونههغه ټول خلک چې خوشحاله وي پرېغواړي چې فکر وکړي په هغو باندې
    زبور 112: 2
  • شنډې ښځې ته اولاد ورکوياو خوشحالوي هغه په خپل کور کېد څښتن ثنا او صفت وکړئ!
    زبور 113: 9
  • اولادونه دي تحفې د څښتن له خوا نهاو ماشومان دي اجر د هغه
    زبور 127: 3
  • تا جوړه کړې هره برخه د بدن ده زماهغه دې ټولې یوځای کړې زما د مور ګېډه کې
    زبور 139: 13
  • ځکه قوي ساتي اړمونه ستا د ښار د دروازواو برکت ورکوي ستا اوسېدونکو ته
    زبور 147: 13
  • هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.
    أيشعياه 40: 11
  • زۀ به تږى مُلک له اوبۀ ورکړم او په اوچه زمکه به نِهرونه روان کړم. زۀ به ستاسو په بچو خپل روح نازل کړم او ستاسو په اولاد به خپل برکتونه نازل کړم. هغوئ به د داسې واښو په شان ترقى کوى چې سيرابه وى، د هغه خاروَلو ونو په شان چې د اوبو د روانو نِهرونو په غاړه شوې وى.
    أيشعياه 44: 3, 4
  • ”ما تۀ د هغه وخت نه پېژندلې چې لا د مور په خېټه شوے نۀ وې، ستا د پېدا کېدو نه وړاندې مې تۀ غوره کړې او د قومونو دپاره مې نبى مقرر کړې.“
    يرمياه 1: 5
  • ته څومره بختوره یې چې په دې باندې دې باور وکړ چې څښتن درته څه ویلي وو هغه به پوره شي.»
    لوقا 1: 45
  • د ایمان په وسیله ؤ چې ساره وکولای شول ماشوم وزېږوي، که څه هم هغه شنډه او ډېره زړه وه، ځکه چې هغې باور درلود چې خدای په خپله وعده باندې وفا کوي.
    العبرانيين 11: 11
  • له خطره یې کړم بچ مرسته یې وکړهځکه یې کړم بچ چې ؤ راضي له ما
    زبور 18: 19
  • ونیسه غوږ ماته واوره زما دعازر شه ماته نجات راکړهزما دپاره پناه ځای شه چې ساتنه زما وکړېته زما قوي کلا شه چې نجات راته راکړې
    زبور 31: 2
  • هغه خلک چې د څښتن څخه کړي وېرهفرښته وي د څښتن د داسې خلکو نه چاپېرهاو خلاصون ورکوي دوی ته له خطره
    زبور 34: 7
  • مهرباني وکړه څښتنه ته مې خلاص کړهای څښتنه، زر کومک راسره وکړه
    زبور 40: 13
  • زه یم غریب او زه محتاج یمهخو زه پاتې په نظر کې یمه ستاته مې مددګار او خلاصوونکی یېبیړه وکړه او کومک لره مې راشه زما خدایه!
    زبور 40: 17
  • د تکلیف په وخت کې ماته فریاد وکړئزه به خلاصون درکړمه تاسو لرهثنا او صفت به کوئ تاسو زما
    زبور 50: 15
  • د اخر سر نه د دنیا درته نارې وهمهداسې حال کې چې مې زړه دی ناامیدهزما نه اوچت ګټ ته مې بوځه ماته راکړه پناه
    زبور 61: 2
  • خدای وایي: «خلاصون به ورکړم هغه چاتهچې زما سره کړي مینهوبه ساتم هغه څوک چې باور ولري په ما باندې
    زبور 91: 14
  • باور ولره چې بدکاران به بې سزا پاتې نه شيخو د نېکانو اولادونه به خلاصون ومومي.
    متلونه 11: 21
  • هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى. نو ځوانان هم ستړى ستومانه شى، او خراب راوغورزيږى. خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.
    أيشعياه 40: 29-31
  • د هغوئ خوارى به بې‌ځايه نۀ وى او د هغوئ بچى به د افت سره نۀ مخ کيږى. ځکه چې هغوئ به د مالِک خُدائ بختور خلق وى، هغوئ او د هغوئ اولاد به برکتناک وى.
    أيشعياه 65: 23
  • د ماشوم د پېدا کېدو درد نه مخکښې د يروشلم ماشوم وشو، د پېدايښت درد نه مخکښې د هغۀ زوئ پېدا شو. مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ به دا قوم د پېدا کېدو حد ته راولم او بيا به يې پېدا کېدو ته نۀ پرېږدم؟ نه، هيڅکله نه.“ ستاسو خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ به دا قوم هيڅکله د پېدا کېدو نه نۀ پاتې کوم.
    أيشعياه 66: 7, 9
  • یوه ښځه د ماشوم د زېږولو په وخت کې ډېر دردونه زغمي، خو کله چې ماشوم پیدا شي نو هغه خپل دردونه هېروي، ځکه چې هغه خوشحاله وي چې یو انسان یې نړۍ ته راوړی دی.
    جان 16: 21
  • اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.
    اول کورنتيان 10: 13
  • خو هغۀ ما ته ووئيل چه زما فضل ستا دَ پاره کافى دے ځکه چه زما طاقت په کمزورتياؤ کښے پُوره کيږى چُنانچه زَۀ به ډير په خوشحالئ په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم تر څو چه دَ مسيح قوت په ما کښے وى.
    دوېم کورنتيان 12: 9
  • نو مونږ باید په ښه کار کولو ستړي نه شو او د دې کارونو څخه لاس وانخلو، نو په سم وخت به خپل حاصل راټول کړو.
    غلاتیان 6: 9
  • زه د مسیح په وسیله چې ماته قوت راکوي کولای شم چې هر حالت تېر کړم.
    فيليپيان / فيليپيان 4: 13
  • خو ښځې به د اولاد په راوړلو سره خلاصون مومي، که چېرې هغوی په ایمان، مینه او پاکۍ کې ټینګې پاتې شي او په خپل ځان باندې واک ولري.
    اول تيموتيوس 2: 15